ننګرهار ولايت کې د برېښنا د پوروړو مزو پرې کولو کمپاین پيل شو

‏د برېښنا پوروړو پېرودونکو د میټرونو د مزو پرې کولو د تېرو کمپاينونو په دوام، نن د جلال آباد ښار په ټولو برخو کې د مزو پرې کولو نوی عمومي کمپاين پيل شو او شاواخوا د ۲ زره هغو پوروړو پېرودونکو د برېښنا مزې پرې شول چې تر دوو دورو او یا ۵۰۰۰ افغانیو زیات پوروړې وو.