ننګرهار ولایتي شورا د وژل شوي وکیل لالاخان جنازه شیرزي لوبغالي کې ادا شوه

د جنازې په مراسمو کې د ننګرهار د والي په ګډون ګڼو دولتي چارواکو او قومي مشرانو ګډون درلود. د ولایتي شورا د وژل شوي وکیل پلار ملک قیس نور اغا ملکزي وویل، دوی کره شواهد او اسناد لري، چې برید له کوم ځي او څرنګه پلان شوی وو، او حکومت باید ددغې پیښې جدي څیړنه وکړي. د ننګرهار والي بیا له مرګز سره په همکارۍ ددغې پیښې د څیړنې ډاډ ورکړ.