سه شنبه , 30 اپریل 2024

ننګرهار پړانګان او کندهار نایټس لوبډلې څنګه کولای شي نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړي؟

د افغانستان غوره لیګ کرکټ سیالۍ، چې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې روانې دي اساس پړاو ته رسېدلي.

په دې سیالیو کې ۵ لوبډلې یو د بل پر وړاندې لوبیږي، چې په لومړي پړاو کې یې یواځې یوه لوبډله بهر کیږي او څلور لوبډلې یې کولای شي نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړي.

په دې سیالیو کې بلخ لیجنډز او پاکتیا پنترس لوبډلې په ډېرو بریاوو سره توانېدلې، چې نیمه پای لوبې ته ووځي.

د کابل ځوانان، د ننګرهار پړانګان او کندهار نایټس لوبډلې په اساس پړاو کې دي، خو د کابل ځوانان کولای شي په اسانۍ سره د دې لوبو نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړي، ځکه چې له شپږو څخه یې د درې لوبو په ګټلو سره ۶ پواینټونه ترلاسه کړي او دوه لوبې یې پاتې که یې له دوو څخه یوه هم وګټله نیمه پای لوبې ته ځي، خو که پاتې دواړه لوبې یې وبایللې او ننګرهار خپله پاتې یوه لوبه او کندهار خپلې پاتې درې لوبې وګټي بیا نو د درې واړه لوبډلو شپږ شپږ پواینټونه کیږي او په دې صورت کې به د ښه نیټ رن ریټ دوه لوبډلې نیمه پای لوبې ته ځي.

خو ننۍ لوبه کندهار ته مهمه ده، چې د کابل له ځوانانو یې وګټي.

د ننګرهار پړانګانو یواځې یوه لوبه پاتې ده، چې سبا چهارشنبه ۴ نیمې بجې به د بلخ لیجنډز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي، که یې وګټله پواینټونه به یې ۶ ته لوړ شي او کندهار چې له پاتې دریوو لوبو دوه لوبې وبایلي ننګرهار پړانګان نیمه پای لوبې ته تللی شي او که یې وبایلله بیا یې د کندهار لوبډلې په بایللو کې ګټه شته.

که کندهار لوبډله پاتې درې لوبې وګټي او ننګرهار سبانۍ لوبه وبایلي کندهار لوبډله بې له کومې ستونزې پای لوبې ته وځي.

خو که سبانۍ لوبه ننګرهار وګټله او کندهار هم له پاتې دریو دوه لوبې وګټلې بیا هم په ۶ مساوي پواینټونو خبره نیټ رن ریټ ته وځي.

که ننګرهار سبانۍ لوبه ونه ګټله او کندهار له پاتې دریو یوه لوبه هم وګټي په ۴ پواینټونو بیا هم خبره نېټ رن ریټ ته وځي او که پاتې درې واړه لوبې یې وبایللې ننګرهار کولای شي په همدې څلور پواینټونو باندې نیمه پای لوبې ته ووځي.

ننګرهار لوبډلې له ۷ لوبو څخه دوه ګټلي ۴ پواینټه لري یواځې یوه لوبه یې پاتې ده، چې ګټل یې ورته ډېر مهم دي.

کندهار لوبډلې ۵ لوبې کړي یواځې یوه لوبه یې ګټلې دوه پواینټه لري او درې لوبې یې پاتې دي.

په دې سیالیو کې هره لوبډله اته لوبې ترسره کوي، او د ډیرو لوبو ګټونکې لوبډلې یې نیمه پای لوبو ته لار موندلی شي، چې اوس د ننګرهار پړانګان او کندهار نایټس لوبډلې په اساس پړاو کې دي.

خبریال : نصرت الله عمرزی