د ننګرهار والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو له لورې د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې د پولیسو له لورې په یوه سیمه کې ۷ چسپکي ماینونه، د ځآنمرګو بریدونو لپاره کارونکي او بوشکه یي بمونه، د ۸۲ ملي متري توپ او هاوان مرمۍ او یو شمیر نور مهمات تر لاسه کړي دي.
په ورته مهال د ملي امنيت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملی امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت بهسود ولسوالۍ د یوولسمې ویالې په مربوطاتو کې د داعش تنظیم د ځپلو په موخه عملیات کړي چې په نتیجه کې یې د جلال آباد ښار د داعش تنظیم درې تنه د هدفی وژنو غړي هر یو قاري جان محمد، اسماعیل او یو تن بل وژل شوي دي.
په یادو عملیاتو کې د وژل شویو داعش تنظیم د هدفی وژنو غړو څخه ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم لاسته راغلي دي.