دوشنبه , 29 اپریل 2024

ننګرهار کې اووه د داعش ډلې غړي وژل شوي

د ننګرهار ولایت رسنيو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په هسکې مینې او پچیراګام ولسوالیو کې ځآنګړو کورنیو ځواکونو عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې ۷ داعش وژل شوي، نهه نور ژوندي نیول شوي او د دوی د وسلو او مهماتو یوه ډیپو هم له منځه وړل شوې ده .

د پچیراګام ولسوالۍ په سلیمان خېلو تنګي سیمه کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې ۶ داعشیان ووژل شوي، همدا راز یادو ځواکونو د هسکې مینې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم عملیات ترسره کړي، چې پر مهال یې یو داعش وژل شوی  ۹ غړي یې ژوندي نیولي او د دوی د وسلو یوه ډیپو یې تخریب کړې ده .