د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د احتکار کوونکو هټۍ وتړل شوې او توکي یې لېلام شول.
د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر وایي، چې دا چاره یې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په امر کړی دی.
د رسنیو دفتر په خبره په جلال اباد ښار او ۲۲ ولسوالیو کې به دا جدي کمپاین روان وي، ترڅو هټۍ وال خوراکي او غېرخوراکي توکي په مناسبو قېمتونو وپلوري.
د ننګرهار والي وایي په ګودامونو کې کافي اندازه خوراکي توکي شته او هټۍ وال باید له احتکار څخه ډډه وکړي.
د میاخېل په وېنا که هټۍ وال بیا هم احتکار وکړي، نو هټۍ به یې تړل کېږي او اړوند توکي به یې لیلام ته وړاندې کېږي.