چهارشنبه , 15 مې 2024

ننګرهار کې د افغانیو د ترویج په موخه ځانګړی کمېسیون جوړشو

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د دې ولایت د بېلا بېلو ادارو په ګډې همکارۍ یې د افغانیو د دودولو په موخه ځانګړی کمېسیون جوړ کړ ترڅو په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې په دوامداره توګه د افغانیو چلند ته زمینه برابره کړي. په دغه کمېسیون کې د ښاروالۍ، ترانسپورت، ملي امنیت، امنیه قوماندانۍ، اصنافو، صرافانو، سوداګرو، ولایتي شورا او یو شمېر نور مسئولین شامل دي. د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي، چې دغه کمېسیون دنده لري، ترڅو په ښار کې د افغانیو د ترویج او کلدارو د مخینوي په موخه دوامداره څارنه او نظارت وکړي او له سرغړوونکو سره د قانون له مخې چلند وکړي.