ننګرهار کې د بې پیلوټه الوتکي هوایي برید کې ۹ کسان وژل شوي

د ننګرهار سره رود ولسوالۍ ککړک سیمه کې نن ماسپښین شاخوا دوه بجې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې پریو موټر هوایي برید کړی. د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي رسنیو ته پېښه تایید کړې، خو زایاته کړې یې ده چې د برید هدف وسله وال طالبان وو چې پایله کې ۹ تنه وژل شوي دي. د خوګیاڼي په وینا د پېښې په اړه پلټنې روانې دي څو معلومه کړې چې برید کې وسله وال طالبان که ملکي وګړي وژل شوي دي . خو ځایي خلک وایي چې د برید په پایله کې د ماشومانو په ګډون ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي .