د ننګرهار سره رود ولسوالۍ ککړک سیمه کې د جمعې په مازیګر شاوخوا څلور بجې د سپرلۍ پر یوه موټر هوایي برید شوی، چې د ځایي خلکو په وېنا په دغه برید کې لس تنه ملکي وګړي وژل شوي دي .
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی هم پېښه تاییدوي، خو وایي، چې په پېښه کې د یو ماشوم په ګډون ۸ تنه ملکي وګړي وژل شوي او د برید موخه وسله وال طالبان وو.
بل لور ته د ملي امنیت له ۰۲ قطعې څخه رسنیو ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد برید کې د یوه قومندان خوازک په ګډون ۹ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د وسله وال طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په برید کې ۱۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي .