د ننګرهار ولایت رسنیو له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دې ولایت مومندرې ولسوالۍ غزګي سيمه کې نن سهار شاوخوا لس بجې او ديرش دقيقې د ټوډي او ډاټسن موټرونو جنګيدو په پېښه کې څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د مومندرې ولسوال نسيم شينواري د معلوماتو له مخې ټوډي ډوله موټر د تورخم او ډاټسن موټر د جلال اباد پر لوري روان و، چې ياده پېښه رامنځته شوه.
د دې پېښې له امله په ټوډي موټر کې د يوې مېرمنې او موټر چلوونکي په ګډون څلور تنه، چې ټول لويان دي وژل شوي.
همدا راز په ډاټسن ډوله موټر کې د موټر چلوونکي په ګډون درې تنه ټپيان شوي، چې د درملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې.