ننګرهار کې د داعش ډلې استخباراتي مسئول نیول شوی

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، تېره شپه د دې ولایت د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې افغان کمانډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د داعش ډلې د استخباراتو مسئول معین اصغر چې  مشهور په ظریف وو، او یو بل ملګری چې شاکر نومېده یوځای نیول شوي دي.

د نیول شوېو کسانو سره یو میل کلاشینکوف پنځه مبایلونه او یو شمېر نور مهمات او پاکستاني پېژند کارتونه هم نیول شوي دي.