ننګرهار کې د سولې په نوم د والیبال سیالۍ د کوټ ولسوالۍ والیبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې

‏د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار اړوند نهمې ناحیې، کابل کمپ شهیدانو مېنه کې د سولې په نوم د والیبال سیالۍ د کوټ ولسوالۍ والیبال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.
مسؤلین وايي ‏دغه سیالۍ د ننګرهار ورزش ریاست او والیبال فدراسیون په همغږۍ د نهمې ناحیې او شپږو ولسوالیو د ۲۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې او دوه اوونۍ یې دوام وکړ.