ننګرهار کې د محسن داوړ او علي وزیر تود هرکلی وشو

د پښتون ژغورنې غورځنګ یاد دوه مخکښ غړي نن له غرمې وړاندې ننګرهار ته راغلل او دغلته د ولایتي چارواکو تر څنګ یې عام ولس هم تود هرکلی وکړ.

پرون ورځ محسن داوړ او علي وزیر افغانستان ته له راتګه د پاکستان له لوري منع شوي وو، چې تر څو ساعتونو وروسته بېرته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دواړو مشرانو ته د تګ اجازه ورکړه، څوم افغانستان ته خپل سفر وکړي.

نن به د پاکستان د پارلمان او د پښتون ژغورنې غورځنګ دواړه مخکښ غړي محسن داوړ او علي وزیر د ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.