ننګرهار کې د میشتو اهلي هنودو مذهبي مراسم ترسره کیږي

د ننګرهار ولایت میشتو اهلي هنودو ننګرهار والي سلیم خان کندوزي سره په لیدنه کې د دوی مذهبي مراسمو ترسره کېدو په موخه بېلابېل موضوعات شریک کړل.

د ننګرهار رسنیز دفتر وايي؛ د دغه کتنې په ترڅ کې د اهل هنودو کلانتر میرسنګ خوږیاڼيوال وویل؛ په ننګرهار کې د اهل هنودو شاوخوا سل کورنۍ ژوند کوي،چې هر کال د دوی مذهبي یا د ویساک مراسم پخپل درمسال کې ترسره کوي، چې سږ کال یو ځل بیا هم پلان لري، چې د روانې میاشتې په وروستیو کې یاد مراسم پیل او پای ته ورسوي.

د سرچینې په وینا؛ دوی زیاته کړې، چې د روانې میاشتې په درویشتمه نیټه دوی خپل مراسم په درمسال کې پیلوي او د سره رود ولسوالۍ په سلطانپور چینو کې هم ځانګړي مراسم لري، چې درې ورځې به دوام وکړي او په همدې موخه یې د امنیتي تدابیرو او یو شمېر نورو برخو کې د مرستو غوښتنه کړې.

د ننګرهار رسنیز دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي؛ والي سلیم خان کندزي دوی ته ډاډ ورکړی چې امنیتي مسوولینو ته به  لارښوونه وکړي او د یادو مراسمو پرمهال به کلک امنیتي تدابیر ونیسي.

باید وویل شي چې هر کال میشت اهل هنود په جلال اباد ښار کې خپل مذهبي مراسم ترسره کوي.