ننګرهار کې د ژورنالېستانو ترمنځ د کرکټ پیل شویو سیالیو اتلولي د ژورنالېستانو شورا لوبډلې وګټله.
د میډیا لیګ ترنامه لاندې دا سیالۍ د ختیځ کرکټ اکاډمۍ په لوبغالي کې ترسره شوې، چې پکې د ژورنالېستانو شورا، د ختيځ زون ورشي خبریالانو ګروپ، د ننګرهار ورزشي خبریالانو او د سینمایي لوبغاړو لوبډلو برخه اخستې وه.
د دې سیالیو پای لوبې ته د ژورنالېستانو شورا او سینما لوبغاړو لوبډلو لار ومندله.
پای لوبه کې د ژورنالېستانو اتحادیه لوبډلې ۱۲ اورونو کې د سینما لوبغاړو ته د ۹۳ منډو هدف ورکړ، خو سینما لوبډله یې په پوره کولو کې پاتې راغله او د اتلولۍ جام د ژورنالېستانو شورا لوبډلې اوچت کړ.
د ټول لیګ غوره لوبغاړی احسان الله ساپی وټاکل شو.
د سیالیو ترتیبونکی احسان الله ساپی وایي، دغه سیالۍ یې د ژورنالېستانو د راټولېدنې په موخه جوړې کړې وې او وایي له دې وروسته به هم د ژورنالېستانو د راټولېدنې او همغږۍ لپاره داسې سیالۍ په لار واچوي.
یو تن لوبغاړی احسان الله ساپي وایې،( دا د خورو ورو ژورنالیستانو او سینمایې لوبغاړو د راټولیدو لومړۍ هڅه وه او ان شا الله هر کال به دغه لیګ تر سره کیږي،مونږ په خپلو ژورنالیستانو ملګرو غږ کوو،چې په دغه لیګ کې زمونږ تر شا ودریږي )
په سیالیو کې ګډونکي خبریالان او د سینما لوبغاړو هم د همغږۍ د لا پیاړتیا لپاره دا سیالۍ ګټورې وبللې.
باید یاد شي چې څه موده وړاندې لغمان ولایت کې هم د ژورنالېستانو ترمنځ د رسنیز جام ترنامه لاندې د کرکټ سیالي ترسره شوې، چې اتلولي یې د ننګرهار ورزشي خبریالانو ګټلې وه.