ننګرهار کې د پاکو اوبو يوه شبکه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

‏د ننګرهار ولايت کليو پراختيا او بيا رغونې رياست وايي، د بشري خيريه مؤسسې په ۳.۲ ميليونه افغانيو مالي لګښت د پاکو اوبو يوه شبکه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
ياده شبکه د پنځوس زره لېتره اوبو ظرفيت لري، چې د سيمې شاوخوا درې سوه کورنۍ ترې ګټه اخلي‌.