چهارشنبه , 15 مې 2024

ننګرهار کې د ځانمرګي موټر بم برید مخه ونیول شوه

د ننګرهار ولایتي چارواکې وایي، امنیتي ځواکونو په شینوارو ولسوالۍ کې یو تن ځانمرګی بریدګر او یو موټر بم نیولي دي.

د ننګرهار رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ملي امنیت ریاست د معلوماتو په حواله ویل شوي، چې نیول شوی کس شاهد نومیږي او د اچین ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی چې  دشینوارو ولسوالۍ په اړوندو کې نیول شوی او غوښتل یې له موټر بم څخه په ګټه اخیستنې ځانمرګی برید وکړي .

همدا راز موټر بم بیا د کابل کمپ په سیمه چې له وړاندې یې دغه سیمې ته لیږدولی وو د ملي امنیت ځواکونو لخوا موخې ته تر رسیدو وړاندې نیول شوی دی.