ننګرهار کې د کانکور ملي ازموينې بهير پيل شو

چارواکي وايي، ننګرهار پوهنتون کې د د ازموينې ملي ادارې له لوري د کانکور ملي ازموينې بهير پيل شو، چې د پنجشنبې، جمعې او راتلونکې شنبې ورځو کې يې د دولسم ټولګيو نهه زره فارغ هلکان ګډونوال دي.
د يادې ازموينې له صحنو څخه د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري، چې د پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال، د پوهنتون مالي او اداري مرستيال قاضي خالد، د ازموينې ملي ادارې مالي او اداري رئیس مولوي معلم احمد او نورو مسئولينو يې ملتيا کوله ليدنه وکړه.
د ننګرهار مرستیال والي د کانکور ګډونوالو ته د بشپړ شفافيت ډاډ ورکړ او خوښي يې وښوده، چې لوی شمېر ځوانانو په سږني کانکور کې ګډون کړی.
نوموړي د ازموينې بهير مسئولينو ته د شفافيت سپارښتنه وکړه او د ازموينې پر مهال يې محصلينو ته د لا اسانتياو په برابرولو کې لارښوونې وکړې.
سږنی کانکور د نورو په توپير څلور ساعته وخت لري، چې ګډونوالو ته يې مختلف ډوله سوالپاڼې ورکول کيږي او تالارونو کې د اُصولو له مخې لازمې اسانتياوې رامنځته شوي دي.