ننګرهار کې د کروناوایرس د مثبتو پېښو شمېر ۶۱ ته لوړ شو

د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون مسئولین وایي، ننګرهار کې د مثبتو پېښو شمېر ۶۱ ته لوړ شو، لغمان کې ۳۹ ته لوړ شو، چې کونړ کې کومه نوې مثبته پېښه نه ده ثبت شوې. ننګرهار ولایت کې تازه د شپږ تنو ټيسټ مثبت ختلی او دوه نورې یې منفي ختلي دي . همدا راز په لغمان کې درې مثبتې او پنځه منفي ثابت شوي، چې کونړ کې تازه پېښې نه دي ثبت شوي او پخوانۍ ۲۹ پېښې لري؛ نورستان بیا هغه ولایت دی چې تر دا مهاله د کرونا ویروس کومه مثبته پېښه نلري.