یکشنبه , 28 اپریل 2024

ننګرهار کې د کرونا ویروس احتمالي راتګ پر وړاندې چمتوالي ادامه لري

د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د کرونا ویروس د احتمالي ناروغانو لپاره د حج او اوقافو ریاست اړوند حاجي کمپ کې د عامې روغتیا ادارې په مرسته یو سل بستریز مرکز فعال او د دې ولایت والي او عامې روغتیا وزارت مرستیال مسؤلینو له لورې په رسمي ډول پرانیستل شو.

د ننګرهار والي او په دې ولایت کې د کرونا ویروس د مخنیوي کمیټې مشر شاه محمود میاخېل وایي، ننګرهار کې د اړونده ادارو له لورې په همغږۍ د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه چمتوالی جریان لري .

مسوولین وایي، تر زر بسترو پورې نور هم چمتوالی لري .