د یاد ولایت چارواکي وایي، ملي امنیت په یو ټېلر موټر کې د لس زره کیلو ګرامه چاودېدونکو توکو تر څنګ ۱۸ تنه د بېلا بېلو جرمونو په تور هم نیولي دي.
د دوی په خبره په نیول شويو کسانو کې ۷ تنه وسله وال طالبان او ۴ تنه د داعش ډلې غړي دي.
د امنیتي مسوولینو په خبره، نیول شوي چاودېدونکي توکي د ډېورنډ فرضي کرښې له پورې غاړي دېخوا کابل ته رالېږدول کېدل، چې تورخم ښار ګوټي کې نیول شوي دي.