امنیتي چارواکي وایي، د لومړۍ سرحدي لوا ځواکونو د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ اړوند لنډي خېبر سیمه کې په یو سوزکي ډوله موټر کې ۱۱ میله کلاشینکوفونه او ۱۵ بکسې د تفنګچې مرمۍ نیولي دي.
د دوی په خبره، نیول شوې وسلې په قاچاقي ډول افغان خاورې ته راړول کېدي.
د مالوماتو له مخې موټر چلوونکي له سیمې په تېښته بریالی شوی.