د ننګرهار امنیې قوماندانۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو د نهمې امنیتي حوزې اړوند ثمرخېلو سیمه کې ۲۲۰ کیلو ګرامه خام چرس او ۶ کیلو ګرامه هیرویین نیولي دي.
خبر پاڼه کې دا نه دي راغلي، چې ددغه نشه یې توکو د قاچاق په تور یې څوک نیولي او کنه.