ننګرهار کې څه باندې دوه میلیونه نیالګې کېنول کېږي

ولایتي چارواکي وایي، یاد ولایت کې به د روان کال په اوږدو کې څه باندې دوه میلیونه مېوه لرونکو او غیر مېوه لرونکو نیالګي کېنول شي.

د نیال دغه لړۍ پیل شوې او مسوولین وایي، چې د ښار سربېره به دغه لړۍ ولسوالیو او هغو ځایونو ته هم وغځیږي، چې عام وګړي ترې ورځنۍ ګټه اخلي؛ تر څو سیمه ورسره زرغونه شي.

مسوولینو له ټولو ولسونو غوښتنه وکړه چې د نیالګيو په ساتنه کې ورسره همکاري وکړي.

نور جزیات د خاکسار په راپورکې…