د ننګرهار روداتو ولسوالۍ اړوند په شهیدانو مېنه کې تېره شپه د داعش ډلې غړی چې غوښتل یې تروریستي کړنې په موخه ماین ځای پرځای کړي د خپل ماین ښکار شوی دی.
د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې په ورته مهال د هسکې مېنې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دهوایي برید په ترڅ کې درې د داعش ډلې غړي وژل شوي دي.