ننګرهار کې یو شمېر وسلې او مهمات د ډایاک پروګرام ته وسپارل شو

کورنیو چارو وزارت وايي، ننګرهار امنیه قومندانۍ یو شمېر هغه مهمات او چاودېدونکي توکي تیره ورځ د ډایاک پروسې ته وسپارل، چې پولیسو په دې ولایت کې په بېلابېلو عملیاتو کې لاسته وړي وه.

د یاد وزات په وینا په سپارل شویو مهماتو کې ۱۱۲۰۰ د کلاشینکوف مرمۍ، ۱۳ ډزه د راکټ ګولۍ، ۱۸ قبضې لاسي بمونه، ۷۰۰ ډزه د پیکا ګولۍ، ۳ کړۍ ماینونه، د دهشکې یو شمېر ګولۍ او چاودېدونکي شامل دي.