ننګرهار کې یو کس له ۸۵ کیلو ګرامه نشه یې توکو سره نیول شوی

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د نشه یې توکو سره د مبارزې پولیسو د جلال اباد ښار اړوند ثمرخېلو سیمه کې د یو کشفي راپور په اساس یو کس سره ۸۵ کیلو ګرامه نشه یې توکې چې په یو ټونس موټر کې ځای پرځای شوي کشف او ترلاسه کړي. د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان وایي، د یادي قضیې په تور موټر چلونکی نیول شوي چې په خپلو جرمونو یې عتراف کړی چې اوس مهال په امنیه قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دی