له ۲۰۱ سیلاب قل اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تیره ورځ د شیرزادو لسوالۍ په مرکي خېلو سیمه کې د عملیاتو پرمهال د افغان ځواکونواو وسله والو طالبانو ترمنځ نښته رامنځ ته شوې چې په ترڅ کې یې ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، یادو عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو (۸۲) میلي متري توپ هم له منځه وړل شوی دی.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.