ننګرهار کې ۳۰ تنه وسله وال طالبان د سولې بهیر سره یو ځای او تسلیم شوي

د ننګرهار ولایت د رسنیو څخه په خپره شوی خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنیت ځواکونو په هڅو په تېرو درې میاشتو کې ۲۲ وسله وال طالبان د خپلو وسلو سره یو ځای د سولې بهیر سره یو ځای شوي، همدا راز ۸ داعشیان هم د خپلو وسلو په سپارلو ملي امنیت ځواکونو ته تسلیم شوي دي .

د ننګرهار والي په وینا یادو مخالفینو تر دې وړاندې په خوږیاڼو، شیرزادو، چپرهار،بتي کوټ او لعلپورې ولسوالیو کې ترهګریز فعالیتونه ترسره کول چې پخپلو کړنو یې پښیماني ښودلې ده .