‏ننګرهار کې ۴۱۲ بڼوالو ته تخنيکي روزنه ورکړل شوه

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، دکرنې رياست په هڅو ROP/ AMP برنامې له لوري د بټي کوټ، پچير اګام، هسکې مېنې او شينوارو ولسواليو ۴۱۲ بڼوالو يا باغ لرونکو ته د بڼوالۍ تخنيکي روزنه ورکړل شوه.

چارواکي وايي، ‏د دې روزنې پر مهال بڼوالو ته د سرې کارونه، نيالګيو کينولو، نويو نيالګيو پيوندونو ساتلو، افتونو کنترول، اوبو لګولو سيستم، د نيالګيو ښاخونو پرې کولو او نورو برخو کې معلومات ورکړل شول.