ننګرهار کې ۵۶ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو په روانو عملیاتو تر دا مهاله ۴۴ داعش وسله وال وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د چارواکو په وینا د اچین ولسوالۍ ۹۰ سلنه سیمې د داعش وسله والو له شتونه پاکې شوې او په سلګونو کړۍ ماینونه چې د یادې وسله والې ډلې له لوري د تخریبي کړنو په موخه ځای پر ځای شوي وه هم د افغان ځواکونو له لورې کشف او له منځه وړل شوي.

چارواکي زیاتوي د پاکو شویو سیمو د ساتلو په موخه د دوه بیزونو او ۱۱ پوستو د جوړیدو چارې پیل شوي، چې دا مهاله یې ۶۰ سلنه چارې بشپړې شوي دي.