ننګرهار کې ۶ وسله والو طالبانوته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وایي، د ننکرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د نښتو پرمهال ۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له ۲۰۱ سیلاب قل اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تیره ورځ وسله والو طالبانو د خوږیاڼو ولسوالۍ د زاوې په چنارګۍ سیمه کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي چې د امنیتي ځواکونو له ځوابي بریدونو سره مخ او پایله کې یې ۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو بیا تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.