امنیتي چارواکې وایي د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
له صفر دوه (۰۲) قطعې څه رسنیو ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خوګیاڼو ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو په ځانکړیو عملیاتو کې ۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، یو عراده موټر او درې عرادې موټرسایکلونه یې هم له منځه وړل شوي دي .
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي