ننګرهار  کې ۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

د ننګرهار رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په مومندرې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لوري د پیل شویو عملیاتو پرمهال په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د خبرپاڼې په وینا چې د عملیاتو تر بشپړیدو وروسته به په یاده سیمه کې د ډاډمن امینت په موخه څلور پوستې هم جوړي شي.

د یادو پیل شویو عملیاتو په تړاو تر اوسه وسلوالو طالبانو څه نه دي ویلي.