کوز کونړ ولسوالۍ کې د جنازې په مراسمو کې کې ځانمرګی برید شوی، چې د رامنځته شوې پېښې له امله شاوخوا ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په وژل شویو کې د ولایتي شورا غړی لالا خان او په ټپیانوکې د ولسي جرګې غړی ملک قیس نورآغا ملکزی هم شامل دي.
د ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ د سيمه ييزو پولیسو قوماندان شيخ اکرم، چې تېره شپه د زړه د ناروغۍ له امله وفات شوی و، نن نږدې يولس بجې يې د جنازې په مراسمو کې چاودنه رامنځته شوې.
په يادو څلويښتو کسانو کې مړي، شدید او برسيرن ټپيان هم شامل دي، چې دقيق معلومات به یې وروسته در سره شريک کړو.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د ننګرهار ولایت ښيوې ولسوالۍ کې په جنازه کې چاودنه طالبانو پورې اړه نلري او دغه پېښه غندي.