دا شل اووريزه لومړنۍ نړیواله سیالي به د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ نن د بنګله دیش په مرکز داکه کې ترسره شي.
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر دغه سیالي موهمه ګڼي او وایي چې په ګټلو به یې افغان لوبډله دویم پړاؤ ته لاره پیداکړي.
له دې وروسته به افغانستان د راتلوونکې سې شنبې په ورځ له هانګ کانګ او پنج شنبې په ورځ له نیپال سره ښې لوبې تر سره کړي.