د ننګرهار او لغمان برېښنا پرې شوي لینونه وتړل شول

د ننګرهار ولایت برېښنا شرکت په یوې تازه خبر پاڼه کې ویلي دي چې د ننګرهار او لغمان قومي مشرانو، علماءکرامو او ځوانانو د ننګرهار حوزې برښنا رئيس او لغمان برښنا امر په ملتيا پرون د سروبي ولسوالۍ کې له قومي مشرانو سره ناسته کړې چې په پایله کې د تقاهم له مخې به لینونه وتړل شي.نن د ننګرهار او لغمان برېښنا پرې شوي

برېښنا شرکت وایی، قومي مشرانو او مخورو په شريکه پرون د سروبي ولسوالۍ له مخورو سره د ننګرهار او لغمان د ولسونو ستونزې شريکې کړې چې په پایله کې مثبته نتیجه ورکړه.

د معلوماتو له مخې نن به یو ځل بیا د دغه سيمي قومي مشران د ننګرهار قومي مشرانو ته لیکل شوی خط ورکړي چې په راتلونکې کې به په هيڅ ډول دا ستونزه نه پېښېږي او په دايمې ډول به دا مشکل حل شي.