نن د افغانستان او فلسطین فوټبال لوبډلو تر منځ لوبه ترسره کیږي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې د افغانستان او فلسطین د ساحلي فوټبال لوبډلو ترمنځ لوبه نن ورځ درې بجې پیلیږي.

د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې د پنجشنبې په ورځ مالیزیا لوبډلې ته درې د دوه پر وړاندې ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې د دې سیالیو لپاره ۱۲ لوبغاړي تر ښې روزنیزې دورې وروسته په سیالیو کې د ګډون لپاره تللي دي.

دا سیالۍ په ټايلنډ کې روانې دي.