نن د جنجالي رایو بیا شمېرنه او تفتیش پیلیږي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د جنجالي رایو بیا شمېرنه به نن یکشنبه پیل او دغه لړۍ به یوه اوونۍ دوام وکړي.   دا هغه جنجالي رایې دي، چې د ثبات او همپالنې ټیم ادعا کړې وه، چې د رایو اچولو له ټاکلې مودې وروسته اچول شوي دي او یو شمېر نورې یې بې بایو مټریکه دي، چې شمېر یې شاوخوا درې سوه زرو ته رسیږي.

د دغو رایو بیا شمېرنه او تفتیش په بدخشان، تخار، سرپل، فاریاب، غزنی، ننگرهار، هلمند، کندهار، کابل او د ټاکنو په مرکزي دفتر کې تر سره کیږي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ وایي، ددغو رایو بیا شمېرنه به نن په درې سوه محلونو کې د ټاکنیزو ټیمونو د نمایندګانو په شتون کې تر سره شي.