اجمل ځواک
دغه سافټ وییر چې ویوالډي (Vivaldi) نومول شوی د براوزر اضافي او نه استعمالیدونکي پروګرامونو بندولو سره ستاسې د خوښې ویب پاڼه ډیر چټک خلاصوي.
د دغې سافټ وییر په مرسته کولی شئ اړین او خپل د خوښې سیټینګ او نور معلومات په یو ځانګړی ځای کې ځای پر ځای کړئ او د مختلفو کارونو لپاره مختلف اپشنونو ته اړتیا نه لرئ.
دغه سافټ وییر کاروونکو ته د نوټ لیکلو اسانتیا هم برابر کړی. په دغه سافټ وییر کې د معلومات لوستلو سره کولی شئ خپل د خوښې نوټ د افس پروګرامونو له مرستې پرته جوړ کړئ او همدا راز کاروونکي کولی شي د دې سافټ وییر په مرسته خپل د خوښې ویب پاڼې تصویر وباسي.
دغه براوزر کې کولی شئ په یو وخت مختلف پاڼې خلاصې کړئ. خپل د خوښې پاڼه کولی شئ د نورو پاڼو دپاسه، لاندې او یا هم تر څنګ ځای پر ځای کړئ.
دغه نوی براوزر د انټرنیټ په نوی ټکنالوژي سمبال دی. دغه براوزر هغه کاروونکو ته چې غواړي نوی براوزر تجربه کړی یو ښه انتخاب دی.
اوسمهال دغه براوزر د ازموینې په موخه کاروونکو ته وړاندې شوی چې لږه موده کې به يي رسمي او پوره بڼه هم کاروونکو ته وړاندې شي.