نن په ننګرهار ولايت کې لس تنه دولت ضد وسله وال د سولې له بهير سره يو ځاې شول.

د ننګرهار د سولې ولايتي کمېټې مشر حاجي ملک نظير وويل چې دوې خپلې شپږ ميله سپکې او درنې وسلې او يوه اندازه چاوديدونکي توکي هم امنيتي ځواکونو ته وسپارل.

هغه زياته کړه، يادو کسانو د شېرزادو ولسوالۍ په اړونده سيمو کې د دولت پر ضد وسله وال فعاليتونه کول.

ښاغلي نظير همداراز وويل: ((هغه مرور وروڼه چې نن د سولې له بهير سره يو ځاې شول پخوا به يې تخريبي فعاليتونه ترسره کول، خو اوس يې مونږ سره ژمنه وکړه چې له نن څخه وروسته به د خپل هيواد په رغونه کې برخه اخلي. په دې ډله کې څلور تنه پکتياوال دي چې په شېرزادو ولسوالۍ کې هستوګن دي.))

ملک نظير همداراز وويل هغه وسله وال چې د سولې له پروسې سره يو ځاې کيږي د کاروبار او دندې زمينه هم ورته برابروي.

هغه زياته کړه: ((کوم وسله وال چې تر اوسه د سولې له بهير سره يو ځاې شوي، ټولو ته مونږ د کار زمينه برابره کړې. همدا اوس هم ۱۷۰ کسان د فوايد عامې رياست په پروژو کې په کار بوخت دي چې د مياشتې ۲۵۰ ډالره تنخوا ترلاسه کوي. هغه کسان چې له جګړې لاس اخلي تر شپږ مياشتو پورې مونږ ورته اته زره افغانۍ تنخوا ورکوو، تر هغې چې دوې ته د دندې او کاروبار زمېنه برابريږي.))

د سولې له پروسې سره د يو ځاې شوې وسله والې ډلې قوماندان احمدشاه انعکاس راډیو ته وويل، نور غواړي خپل عادي ژوند پر مخ يوسي او هڅه به کوي چې خپل نور ملګري چې دا مهال په وسله وال فعاليت بوخت دي وهڅوي چې له جګړې لاس واخلي.

هغه زياته کړه: ((الله ج دې نورې دا جګړې پاې ته ورسوي چې ټول افغان په سوله او ثبات کې ژوند وکړي. مونږ اوس پوه شولو چې مونږ غوليدلي وو، او د سيمې استخباراتو پر مونږ خپل وطن ورانولو.))

په ختيځ کې د غېرقانوني وسله والو ډلو د بې وسلې کولو پروګرام يا ډاياګ مشر ډګروال شاه اقا وويل، د سولې پروسې له لارې ورته نږدې ۷۰۰ ميله سپکې او درنې وسلې سپارل شويدي.

نوموړي زياته کړه: ((الحمدالله په کنړ او ننګرهار کې ۵۹۱ تنه د سولې له پروسې سره يو ځاې شويدي. دا يوه لويه لاسته راوړنه ده، هغه کسانو چې په دې برخه کې منډه ترړه کړې الله ج دې ورته اجرونه ورکړي. د سولې پروسې له لارې ۳۷۳ ميله وسلې په ننګرهار کې ، ۱۸۹ په کنړ کې، ۹۱ ميله په لغمان کې او ۴۹ ميله په نورستان کې د ډاياګ پروسې ته تېر کال تسلیم شويدي.))

په ننګرهار کې د سولې ولايتي کمېټې د چارواکونو د مالوماتو پر بنسټ په دې ولاېت کې تر دې دمه شاوخوا ۳۰۲ تنه دولت ضد وسله وال د سولې له بهير سره يو ځاې شويدي.