د قطر په دوحه کې د سولې نهم پړاو خبرو په څلورمه ورځ امریکايي او طالب استازو هېله ښولې چې، دواړه لورې به داځل پرېکنده پایلو ته ورسیږي
امریکايي او طالب استازو ویلي، چې د وروستۍ موافقې د مسودې پر جزئیاتو باندې کار کوي کله چې نهايي شوه نو له رسنیو سره به یې شریکې کړي.
د قطر په دوحه کې د امریکايي او طالب اسازو ترمنځ د مذاکراتو په څلورمه ورځ دواړو لوریو ویلي، چې شونې ده داځل خبرو کې به یوې وروستۍ پایلې ته ورسي.
دغو استازو خوشبیني ښودلې، چې د خبرو په همدې نهم پړاو کې یوې موافقې ته له رسېدو وروسته خبرې پای ته ورسوي.
قطر کې د طالبانو د ساسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي، چې د سولې د خبرو په نهم پړاو کې پر یو لړ مسئلو خبرې شوي او تمه ده چې په دوو ورځو کې به د دواړو خواو ترمنځ په پاتې مسئلو هم موافقه تر لاسه شي
په ورته وخت کې ځنیو سرچینو ویلي، چې ممکن د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په یو دوو ورځو کې کابل ته هم سفر وکړي
په ورته وخت کې د خبرو دواړو خواو د لنډه مهاله حکومت په اړه د الجزیرې تلویزون راپور هم رد کړی او ویلي چې په دې اړه یې هیڅ خبرې نه دي کړي
د شنبې په ورځ د قطر الجزیرې تلویزون ویلي، چې دوحه کې امریکايي او طالب استازو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرمهال د لنډه مهاله حکومت پر رامنځته کېدو موافقه کړې ده