نه پوهېږم د مقالې په تعريف به پوره وي که نه؟

زه چي څومره پوهېدلى يم يا مي ليکنې کړې دي (نه پوهېږم د مقالې په تعريف به پوره وي که نه) مقاله هغې ليکنې ته وايي، چي د داستان يا کيسې غوندې خيالي نه، بلکې فکري اړخ پکې غښتلى وي او ټول په ټوله پر واقعيت ولاړه وي. په پښتو کې ځينې ليکوال مقاله خامخا اوږدې ليکنې ته وايي، خو مقاله لنډه هم وي او اوږده هم، مګر په دې شرط چي د مقالې لپاره وضع شويو اصولو ته پکې پام شوى وي.

ما دوه ډوله مقالې ليدلې دي: يو هغه چي ليکوال پر يوه داسې موضوع مقاله ليکي، چي نوې وي يا که بشپړه نوې موضوع نه وي دومره نوښت بايد پکې وي، چي په سبب يې مقاله ليکل کېږي، په هغه کې ليکوال په پيل کې د ټاکلې موضوع لنډه تشريح کوي، وروسته خپل دلايل پکې راوړي او په پاى کې يې ګټه او نتيجې بيانوي، ماته په دا ډول مقالو کې د اسدالله غضنفر او اجمل ښکلي مقالې تر ټولو زياتې علمي ښکاري.

بل ډول مقالې هغه دي چي هم تخليقي وي او هم تحقيقي، خو په دې مقاله کې هم د موضوع نوښت ډېر مهم وي، په دا ډول مقالو کې ليکوال د نورو ليکوالو د کتابونو او ليکنو د ماخذونو په مرسته خپل دلايل غښتلي کوي او خپله هغه فرضيه چي په سبب يې مقاله ليکل کېږي، پکې څېړل کېږي او د معقولو او منطقي دلايلو په مرسته يوې نتيجې ته رسېږي. په پښتو کې دا ډول مقالې ډېرې اوږدې ليکل کېږي، خو په اوسنۍ بوخته زمانه کې- چي د ليکوالۍ روش هم ورسره بدل شوى- په مقاله ليکنه کې هم لنډون (اختصار) يو مهم اصل بلل کېږي.

په پښتو کې ډېرې داسې ليکنې هم مقالې بلل کېږي، چي نه د مقالې په لومړي تعريف کې راځي، چي ليکوال دي پکې پر يوه نوې موضوع غښتلي دلايل ويلي او لوستونکى دي يې بشپړ قانع کړى وي او نه په دويم تعريف کې راځي، چي ګواکې خپلې ليکنې ته دي يې وړ او ضروري ماخذونه راوړي وي او کله- کله خو ليکوال خپله ليکنه په ماخذونو دومره پړسولې وي، چي د ليکوال خپلې خبرې پکې په دوربين هم نه موندل کېږي، حال دا چي ماخذ په ليکنه يا مقاله کې بايد د موضوع د لا روښانتيا او د ليکوال د استدلال د غښتلتيا لپاره راوړل شي، خو ما په ډېرو پښتو ليکنو کې ليدلي، چي ليکوال پخپله ليکنه کې ورک وي او يواځې د مشهورو ليکوالو د ماخذونو په راوړلو سره يې په ظاهر ځان خلکو ته لوى ښوولى وي، چي ګواکې ده هم دغه ليکوال لوستي دي، زه فکر کوم د څېړنې له نويو روشونو سره هغه ليکنه بايد مقاله وبولو، چي هيڅ يوه خبره پکې غيرضروري، هيڅ يوه مفروضه پکې بې استدلاله او غيرمنطقي او هيڅ يو ماخذ بايد پکې اضافي او تش د ليکنې د پړسولو لپاره نه وي.

بارکوال مياخېل