نواز شریف وایې، په پاکستان اویا کلنه تکراري تګلاره نوره نه شي زغملې

 

د پاکستان له واکه لېرې کړای شوي صدراعظم نواز شریف پرون په راولپنډۍ کې خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې د سترې محکمې هغه پریکړه چې دی یې د نا ثبت شوېو شتمنیو په خاطر له دندې لېرې کړی، رأیه ورکوونکو ته یو سپکاوی دی.

دا د محکمې پر فیصلې په عام محضر کې د نواز شریف لومړنې څرګندونې دي چې نوموړی یې د یوه پیل شوي لاریون په ترڅ کې کوي.

نواز شریف وویل، ده ونشو کړای چې خپله درېیمه دوره بشپړه کړي او په پاکستان کې هېڅ یوه صدراعظم ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې خپله دوره بشپړه کړي.

هغه زیاته کړه چې دغه ټوکه اویا کاله په پاکستان کې تکرار شوې او دا هېواد هغه نوره نشي زغملی.

په دغه لاریون سره چې نواز شریف له اسلام آباده پیل کړی او تر لاهور پورې به چې د هغه د ګوند پیاوړی مرکز دی، رسېږي، نوموړی غواړي وښیي چې د سترې محکمې دغې فیصلې د ده نفوذ نه دی کم کړی.

د نواز شریف دغه لاریون به د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې شاوخوا ۴۰۰ کیلو متره لار وهي او تر لاهوره به رسېږي.