نورستانۍ: د ټولو ولایتونودرایو بیا شمېرلوبشپړ بهیر وروسته لومړنۍ پایلې اعلانوو

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرې حوا عالم نورستانۍ، چې کابل کې یې یوې خبرې غونډې ته وینا کوله وویل، لا هم ۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرلو پروسه نه ده بشپړه شوې، چې له امله یې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلو اعلان پر وړاندې ستونزې جوړې کړي.

د نوموړې په خبره، دوی خپلې چارې په پوره بې طرفۍ سره مخ ته وړي او د هیچا تر فشار لاندې نه دي.