نورستانۍ: هغه ټاکنیز ټیمونه چې ناسم پوه شوي دي زموږ د کارونو مخه دې نه نیسي

د ټاکنو کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، سږ کلنې ولسمشریزې ټاکنې د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو غوره ټاکنې وې او دوی د دې پایلو په لړ کې د هیچا تر فشار او ګواښ لاندې نه راځي.

هغې نن یکشنبه ټاکنیزو ټیمونو ته د ځواب ورکونې په یو خبري کنفرانس کې وویل، د رایو د جمع بندۍ او بیا شمېرنې په برخه کې ځینې ټیمونه ناسم پوه شوي دي او باید د دوی د کارونو مخه ډب نکړي.

آغلې نورستانۍ زیاته کړه، چې په ۲۷ ولایتونو کې یې د رایو بیا شمېرنه بشپړه شوې او په ۷ ولایتونو کې د یو زرو ۳۷۸ محلونو رایې چې د ۵۸۷ محلونو رایې د شکایتونو کمېسیون ته استول شوې دي، له بیا شمېرنې پاتې دي.

نوموړې له ټاکنیزو ډلو، بنسټونو او سیاسي رهبرانو وغوښتل چې د ټاکنو په پروسه کې یې مرسته وکړي، خو په وینا یې دوی خپله بې طرفي ساتي او د چا تر فشار لاندې نه راځي.

دا ناسته به داسې حال کې جوړه شوې چې د ثبات او همپالنې ډلې په ۷ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې مخه نیولې او په ټوله کې د ۳۰۰ سوه زره رایو باطلېدل غواړي.

خو کمیسیون وايي، دوی د رایو له بیا شمېرنې پرته په پټو سترګو درې سوه زره رایې باطلې نه شي اعلانولی.