نورستان ولايت کې ۵ بابه ښوونځي جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

په ختيځ نورستان ولایت کې د ۴۲،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت، د اقرأ برنامي لخوا پنځه بابه ښوونځي جوړ او نن ګټې ته وسپارل شو. والي حافظ عبدالقيوم وايي، د دې ترڅنګ په دې ولايت کې د څلويښت بابه ښوونځيو د تعمير کار جريان لري د شپيته بابه ښوونځيو د جوړولو کار به ژر پيل شي او ۲۹ مکتبونه به له سره ترميم شي.