نور به څوک نه ورکېږي

په ګڼو او غټو ځنګلونو، پېچلو لارو، غرونو او لویو سندرونو کې د مسافرو، سیالانیانو او نورو لارویانو د ورکېدو شونتیا ډېره زیاته وي، خو نور دې ورک کسان او د ورکو کسانو خپل خپلوان هم اندېښنه نه‌کوي، ځکه ټکنالوژي د دوی غم وخوړ.

د سویس هوايي ژغورنې او مرستې ادارې داسې ډرون یا بې‌پيلوټه الوتکه جوړه کړې چې اتومات د لا درکه شویو کسانو د موندلو لپاره شاوخوا سیمې پلټي.

دا بې‌پيلوټه الوتکه د قوي سینسرونو، کمرو، حرارتي سترګو، د خلکو د پېژندلو د وسایلو او مایکونو په مرسته پراخې سیمې سکن کوي او که لا درکه شوی کس همالته وي، په ډېره اسانه یې پیدا کوي.

پر دې سربېره دا بې‌پيلوټه الوتکه په ساعتونو په هوا کې پرته له دې چې د انسان له لوري کنټرول شي، پاتې کېدای شي او له ۸۰ تر ۱۰۰ متره لوړه الوزي او یو پراشوټ هم لري چې که پر ځمکه ولوېږي، ویجاړه نه‌شي.

که څه هم دا بې‌پیلوټه اوس مهال په ازمایښتي ډول جوړه شوې، خو ټاکل شوې چې تر ۲۰۲۰ مېلادي کال پورې له ترې بشپړه ګټه واخيستل شي.