ایا شینواري پښتانه نه دی؟؟؟ / نور ولي سعید شینواری

د فاشیزم پر پوله ولاړو د تش په نوم افغانیت پلویانو او د فاریاب د پښتون وژنې د مخنیوي غږ پورته کوونکو ډنډور چیانو …!!

ډېره د خندا وړ مبارزه مو ده، په تاسې پسې ولاکه دوه چرګې هم لیکه شي، غولېدونکي پښتانه خو لا څه کوئ؟ تاسې په یو بام دوه هواوې ساتۍ، قیصار او فاریاب کې چې دوستم طالب تصفیه کوي، نو چغې مو اسمان ته خېژي چې د پښتون نسل وژنه یې پیل کړې.

ایا تاسو تر اوسه قیصار، هلمند، کندوز، غزني ته تللي یاست؟؟ هلته مو په ایمان ووایاست کله خپل پښتون ته یوه ډوډۍ، یوه کتابچه، یو قلم ، یوه خلطه لوبیا وړې ده؟؟؟ ښکاره خبره ده چې نه!!!

شرم وکړئ په دې مبارزه مو….

اوس زه درته وایم، شینواري تباه شول، پاکستاني ډمانو او لچرو له شینوارو نه د دوی حیا، عزت، پښتو، افغانیت، اسلامیت، اولادونه، ټیکری، چادري او د باعزته ژوند ټول اسباب د نیستۍ او نابودۍ په پوله ایښي دي.

ایا تاسې ړانده یاست؟ دا نه ګورئ؟ ایا شینواري افغانان نه دي؟ ایا شینواري مسلمانان نه دي؟ ایا په شینوارو او ټول ننګرهار کې د پښتنو نسل وژنه نه ده روانه؟ ایا په شینوارو کې همدا اوس ۶۰ زره ماشومان له واکسینو بې برخې نه دي؟ ایا د شینوارو په اچین کې همدا اوس ۶ ښوونځي تړلي نه دي؟ ایا په شینوارو کې همدا اوس ۶۰۰ کورنۍ په وچ ډاګ سره لمر ته پرتې نه دي؟ ایا ۲۰۰ نه زیات شینواري همدا اوس د داعش رحم و کرم ته بنديان ناست نه دي؟ ایا په شینوارو کې انسانیت په خطر کې نه دی؟ ایا د شینوارو مېندې ستاسې میندې خویندې نه دي؟ ایا تاسې هغه ویډیو ونه لیده چې د نړۍ پر مخ تر ټولو ستر وحشت په لسو شینوارو تېر شو؟؟؟

ایا تاسې ټول د قیصار پښتانه یاست او موږ یوازې جاهل وروسته پاتې شینواري درته ښکارو؟ ایا دا شک سم نه دی چې تاسې د شینواري او قیصار د پښتون تر منځ د سیاسي موخو په اساس فرق کوئ؟ ایا تاسې دا اوس روانه کړې مبارزه د خدای لپاره کوئ؟؟؟ ایا تاسې رښتیا هم په پښتون وژنه خپه یاست؟؟ تاسې قسم وکړئ چې ایا ستاسې زړه په چوکیو پسې نه دی راوتی؟ ایا تاسې د بل چا د خولې خبرې نه کوئ؟؟؟ ایا تاسې پښتون دومره جاهل ګڼئ چې په منافقت به مو نه پوهېږي!!!؟؟؟

ښکاره خبره ده چې پر موږ پورې مو خندا ته زړه شوی دی؟؟ تاسې سیاست وکړئ خو د پښتون په نامه یې مه کوئ!! تاسې سیاست وکړئ له خدایه ځانته توفیق وغواړئ او هغه د چوکۍ لیونیان چې تیت او پرک ستاسې په شان چغې وهي ځانته یې راټول کړئ، د دوستمیانو پر ضد به یو قوي ایتلاف ولرئ!! خو هڅه مه کوئ چې ټوټې ټوټې پروت قام په چل او فریب ځان پسې ودروئ، تر تاسې دروغجنې څېرې نشته، هغه تاریخ چې تاسې پرې باور لرئ، دا خبره به درباندې ثابته کړي…..