سه شنبه , 30 اپریل 2024

نوم اوانځور یې هم درښایم!!!

لیکنه: محمدخان ذهین

?زه ورسره بې کچې مینه لرم؛

? داسې مینه چې وایم هره ګړۍ مې غېږ کې نیولای، خپلې شونډې مې د ده پر مخ اېښودلای او بس همدا مې ښکلولای. وایم هېڅ خوراک – څښاک مې نه کولای او د هغه پر ځای مې هم د ده ننداره کولای؛ دا ځکه چې زه باوري یمه، وران ژوند مې پر دې ودان او پرته له دې مې ودان ژوندون خزان دی. د ده د مخ جذابیت دومره غښتلی دی، چې خپله خو څه، د انځور په لیدو یې هم هر تکلیف هېر کړم. چې ورته ګورمه بس ځان راته جانان ښکاري.

ماته په ټوکو کې هرکله وایي، چې: ” ډېر ځان هوښیار مه ګڼه، راشه! له ما خبرې زده کړه، سوګند کوم، چې که زما خبرې واورې؛ د یو هېواد څه، د ټولې نړۍ اتل به شې او هېڅکله به دې نوم او نښان خاورې نه شي” زه ورته غبرګه کړم، چې همدا ته راته نړۍ یې کنه! خاندي، وایي: “زما په څېر ډېر دي، چې ډېرو ته نړۍ کېدلای شي، خو که څوک ورته غوږ کېږدي او خبرې یې واوري” بس نو بیا ورته په کتو ماته هم ځان ډېر ویاړلی ښکاري، خو د نازولتوب یو عادت یې بیخي بل شان دی؛ آن تر دې چې، که لږې مې ترې سترګې واوړي، بیا نو خفه شي؛ داسې خفه چې آن زما له ذهنه هم د خپلو خبرو د وېستلو هڅې کوي.

بیا نو هېڅ زما خبره ناوري. بس زه یې هم په سپین مخ سترګې ښخې کړم او د خولې پرځای په سترګو زارۍ ورته کړم، چې بلاخره په خوږې مسکا بېرته پخلا او په خوږو خبرو پېل وکړي. هر څومره خبرې چې کوي، هومره یې د کلیماتو خوږوالی ډېریږي.

له ډېرو خبرو وروسته یې غېږ کې ونیسم او د خپل ژوند ټولې لوړې ژورې ورته د اوښکو په تویولو بیان کړم، خو بس په پراخې سینې او حوصلې راته ځواب کې د دې ټولو حالاتو سره د مبارزې لارې چارې په ګوته کوي. خو زه هم ژمنه کوم، چې هېڅکله به خپلې سترګې ترې جدا نه کړم؛ ځکه: هغه له مینې هاخوا هم په ډېر څه ارزي. که یې نه منئ اوس یې لاندې انځور وګورئ، خپله به یې ومنئ.